ټولنه

په ننګرهار کې د جګړې له درېدو سره سم د مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټیټه شوې

کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د جګړې له امله د ټپيانو کچه صفر ته را ښکته شوې، خو د نورو ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د ننګرهار حوزوي روغتون ډاکټران وایي: ټول روغتیایي کارکوونکي خپلو دندو ته حاضر شوي او خوښ دي چې د جګړو له امله د ټپیانو کچه صفر ته را ښکته شوې، خو د نورو ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې ورته مناسب خدمات پیل شوي دي.
په همدې حال کې ناروغ لرونکو هم خوښي وښوده چې ناروغانو ته یې په ټاکلی وخت رسیدګي کېږي او د درملنې پر مهال له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریيس مولوي عطاءالرحمن فاتح وایي چې د ټولو روغتیایي کارکوونکو په شتون کې خدمات په عادي ډول جریان لري او د درملو او نورې ستونزې یې د اړونده مرستندویه ادارو سره شریکې کړې دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته