اقتصاد

په ننګرهار کې د خرما بڼ جوړېږي

کابل / د مرغومې ۲۹ مه / باختر
د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې پر 25 جریبه ځمکه د خرما نوی بڼ جوړوي.
د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن باختر اژانس ته وویل چې غواړي په یادې شوې ځمکې تر ۱۲۰۰ پورې نوي د خرما بوټي نهال کړي چې په خبره یې د تشخیص شویو بوټو حاصل به هم تر پخوا زیات وي.
هغه زیاتوي چې ریاست په اړونده برخه کې تخصصي ټیم لري او تمه کېږي چې په کافي اندازه به دې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.
په ننګرهار کې تر دې وړاندې هم پر څلویښت جریبه ځمکه د خرما بڼ جوړ شوی چې دا یې درېیم کال دی چې حاصلات ورکوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته