خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د داعش د جلب اوجذب يو مسوول ونيول شو

٢٨- جلال آباد / دسلواغې ۶ /باختر
یو داعشي چې ویل کېږي د دغې ډلې د ځوانانو د جلب اوجذب مامور و په ننګرهار کې ونیول شو .
دغه داعشي تېره شپه په سره رود ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې له یوه کور څخه ونیول شو .
د ننګرهار یو امنیتي مقام باختر آژانس ته وویل چې دغه داعشي ځوانان يې مخامخ او د ټولنیزو شبکوله لارې داعش ډلو ته د یو ځای کېدو په خاطر تشویقول .
له نیول شوي ډاراچوونکى څخه جنګي وسایل هم تر لاسه شوي دي.
دغه کسان په عملیاتو کې د چپرهار له ولسوالی څخه له پېژندلو وروسته ونیول شول .
پولیس وایي چې له نیول شویو کسانو څخه څوجنګي وسلې تر لاسه شوی دي .
د داعش ډلې تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای – شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته