کابل/ سلواغې ۴ مه/ باختر
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د داعش د جلب او جذب غړی نیولی دی.
د ننګرهار د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نیول شوي کس څخه یوه تومانچه او درې شاژورونه هم ترلاسه شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د پچیر اګام ولسوالۍ په پچیر سیمه کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسوول ملا غفار له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
پای/وصال
11 د یوې دقیقې څخه لږ