خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د داعش د هدفمندو ترورونو د یوې شبکې غړی ووژل شو

جلال لباد / د وري / ۲۶/ باختر

یو سړی چې ویل کېږي په ننګرهار کې د داعش ډلې د  هدفمندو ترورنو د شبکې غړی وو د ملي امنیت منسوبانو سره په نښته کې ووژل شو.

په  ملاسیداجان تېره شپه د ملي امنیت د ځواکونو له خوا د سره رود ولسوالۍ د موي مبارک کې د ده په پټنځای کې برید وشو او ووژل شو.

په دې پېښه کې یو بل سړی له داعش سره د همکارۍ په تور ونیول شو.

په ننګرهار کې د ملي امنیت یوه خبر ځای باختر اژانس ته وویل چې ملا سیدا جان په جلال اباد ښار کې په څو هدفمندو ترورونو کې رول درلود.

هغه وویل چې د داعش دغه غړی په ننګرهار کې د دولت د یو شمېر  کارکوونکو د ترور په طرحه کولو بوخت وو چې برید پرې وشو.

له دغه داعشي څخه څو جنګي وسایل هم تر لاسه شوي دي

داعش تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي .

پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته