خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د دوو ځانمرګو بريدونه مخه ونيول شوه

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د ملي امنيت منسوبینو په ننګرهار کې د دوو ځانمرګو بريدونو مخه ونيوله.
يادو منسوبینو تيره شپه په شينوارو ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو پر پټنځي برید وکړ او دوه ځانمرګي واسکټونه چې د بريدونو په موخه چمتو شوي وو، کشف او ترلاسه کړل.
په ننګرهار کې يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر د ملي امنيت د منسوبانو له رسېدو مخکې په تيښتې بريالي شول، خو د هغوى دوه ځانمرګي واسکټونه کشف او ترلاسه شول.
د دغو ډار اچوونکو له پټنځي څخه څو جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ويل کېږي دغه پټنځي په وسله والو طالبانو پورې اړوند وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته