٢٩- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
يوسړى چې ويل کېږي په ننګرهار کې د طالبانو په ډلو يې جنګي وسايل پلورل ، ونيول شو.
دغه سړى تېره شپه له جنګي وسايلو سره په لعل پورې ولسوالۍ کې ونيول شو.
د دغه سړي له انډۍ څخه يوشمير جنګي وسايل لکه پيکا، د پيکا په زرګونو ګولى ، کلاشينکوف او لاسي بمونه او چاودېدونکي وسايل ترلاسه شوي دي
د ننګرهار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې دغه سړى هوډ درلود چې جنګي وسايل د طالبانو په ډلې وپلوري چې د ملي امنيت ځواکونو ونيوه .
طالبانوتراوسه په دې اړوندڅه نه دي ويلي .
ختم_شکريه_اکرم
9 د یوې دقیقې څخه لږ