خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د طالبانو د ډلې د ماین جوړولو درې تنه پاکستاني ښوونکي ووژل شول

جلال اباد / د سلواغۍ / ۴/ باختر
درې پاکستاني جګړه ماران چې د طالبانو ډلې ته یی د ماین جوړولو لارې چارې زده کولې د خپل ماین د چاودنۍ له امله په ننګرهار کې ووژل شول .
په دې چاودنه کې د طالبانو د ډلې سرګروپ سیف الدین هم ووژل شو او څلورنور طالبان ټپیان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د ماین جوړولو دغه درې ښوونکي په اچین ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې د طالبانو افرادو ته د ماین جوړولو لارې چارې ور زده کولې چې یو ماین وچاودېد او ووژل شول.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ یوه جګپوړي مقام د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغې چاودنه کې د دغې ډلې د یوه قوماندان سیف الدین په ګډون درې پاکستاني جګړماران ووژل شول او څه ناڅه څلور نور طالبان ټپیان شول .
په چاودنه کې د طالبانو پټنځای له ټولو جنګي وسایلو سره لمنځه لاړ .
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته