خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د يو قومي مشر د ترور لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه

۳۷- کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
امنيتي ځواکونو د ننګرهار د يو قومي مشر د ترور لپاره د وسله والو طالبانو طرحه ناکامه کړه.
يو يرغلګر چې د خوږياڼيو ولسوالۍ د دغه قومي مشر د ترور نيت درلود، هدف ته له رسېدو مخکې وپېژندل شو او ونيول شو.
نيول شوي يرغلګر په سپين غر مشهور جهان معرفي شوى دى.
د ننګرهار يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي يرغلګر په لومړنيو تحقيقاتو کې د طالبانو په ډله کې پر خپل غړيتوب او د خوږيانيو ولسوالۍ د يو قومي مشر د ترور لپاره پر خپلو هڅو اعتراف کړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته