خبرونهورزش

په ننګرهار کې د پهلوانۍ او فوټبال سیالۍ پیل شوې

کابل / د تلې ا / باختر

د ننګرهار د مرکز جلال آباد په فوټبال لوبغالي کې د افغانستان اسلامي امارت د بریا په ویاړ د پهلوانۍ او فوټبال سیالۍ پرون پيل شوې دي چې درې ورځې به دوام وکړي.

په ننګرهار کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې په دغو سیالیو کې ۶۰۰ پهلوانانو او د فوټبال لوبغاړو ګډون کړی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نور محمد حنيف د پیل شویو سیالیو مراسمو ته ورغلی او ورزشکارانو ته یې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی. په وینا یې افغانستان د ټولو ګډ کور دی چې آبادول یې هم د ټولو ګډ مسوولیت دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په ننګرهار کې د افغانستان اسلامي مارت د بریا په ویاړ د کرکټ، فریفایټ او فوټبال سیالۍ جوړې شوې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته