کابل / د کب لومړۍ / باختر
په ننګرهار کې د څلورو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو کار بشپړ شو او پرانیستل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ودانۍ د٢١ميليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په برغازي آباد، کوزغازي آباد، کوز کندياني او چهاردهي سيمو کې جوړې شوې دي.
د دغو ودانيو په جوړېدو سره په اړوندو سيمو کې سلګونو زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه فضا برابره شوې ده.
پاى \ ذ