خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د څو چاودنو عامل ونيول شو

٥٤- کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
د وسله والوطالبانو د ډلې يوغړى چې ويل کېږي په ننګرهار کې د څو چاودنوعامل و، ونيول شو.
حيات الله د کارګر په جامو کې د ريکشا چلوونکى و خو د ملي امنيت منسوبين وايي چې هغه په جلال اباد ښار کې د طالبانو د هدفمندو ترورونو مسوول و.
د طالبانو د ډلې دغه غړى نن سهار کله يې چې غوښتل په يوموټر کې مقناطيسي ماين ولګوي وپېژندل شو او ونيول شو.
د ننګرهار والي ضيا الحق امرخيل باختراژانس ته وويل چې حيات الله د ريکشا د چلوونکى په جامو کې په هغوموټرو کې د ماينونو د لګولومسوول و چې طالبانو د هغوى د ترور نيت درلود.
د ننګرهار امنيتي خبرځايونه وايي چې حيات الله په لومړنيو تحقيقاتوکې دننګرهار د يوشمېر دولتي مسوولينوپه موټرو کې د ماين لګولو په څومواردو اعتراف کړى دى .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته