روغتیا

په ننګرهار کې د چرګانو تېرتاريخ غوښه له منځه يووړل شوه

کابل/ د وږي٢٤مه / باختر
په ننګرهار کې د چرګانو څه د پاسه يو زرو سل کارتنه تېرتاريخ غوښته نن له منځه يووړل شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ د ننګرهار روغتیايي چارواکو څه د پاسه يو زرو سل کارتنه د چرګانو تېرتاريخ غوښه چې له بهرڅخه ننګرهار ته وارد شوې وه ، له منځه يووړه.
د ننګرهار د اسلامي امارت چارواکو له سوداګرو وغوښتل چې هیواد ته د هر ډول بي کیفیته خوراکي توکو، طبي او نورو محصولاتو له واردولو څخه ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به دوي سره قانوني چلند وشي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته