خبرونهورزش

په ننګرهار کې د کاراتې سراسري سیالۍ ترسره شوې

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
ننګرهار د کاراتې د سراسري سیالیو کوربه و.
دغه سیالۍ په مومند درې ولسوالۍ کې د ختیځو ولایتونو او کابل د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په رده بندۍ کې د لسګونو ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.
د ننګرهار د ورزش ادارې یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او د کاراتې د غورو څېرو د پېژندلو په موخه ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې پر غورو څېرو مډالونه او سوغاتونه ووېشل شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته