ښوونه او روزنه

په ننګرهار کې د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل / د لیندۍ ۲۴ مه / باختر
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د نږدې ۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپانې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې په چپرهار ولسوالۍ کې د دولت آباد د لومړني ښوونځي ودانۍ د ۳ میلیونو ۹۰۰ زرو افغانیو په لګښت د ننګرهار د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا ریاست د اقرا پروګرام له لارې د شپږو میاشتو په موده کې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې یاده ودانۍ ۶ درسي خونې، ۳ غرفې، اداري خونه، عصري تشنابونه او د څښاک اوبو یوه ژوره څاه لري چې په جوړېدو سره یې شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه فضا برابره شوه.
په ننګرهار کې د اقرا پروګرام له لارې په ډېرو نورو ولسوالیو کې هم د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته