امنیت

په ننګرهار کې د یوې کورنۍ اته غړي ووژل شول

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار ۹ ناحیې د نغلو سراچې علي خان په سیمه کې د یوې کورنۍ اته غړي په ډزو سره ووژل شول.
د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل وايي چې دغه کسان تېره شپه د تراویح لمانځه پرمهال په ډزو وژل شوي چې پنځه پکې د حاجي عبدالوهاب په نوم د یو کس زامن او درې نور یې ورېرونه دي.
د امرخېل د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه د شخصي ځمکې پر سر د راپورته شوي جنجال له امله رامنځته شوې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د هېواد په ختیځ کې د یوې کورنۍ اته تنه د ځمکې پر سر راپورته شوي جنجال کې وژل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته پېښې شوې چې آن شخړې یې کلونو کلونو ته غځېدلې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته