خبرونهټولنه

په ننګرهار کې سلګونه جريبه کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندې شوې

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د يو استنادي دېوال په جوړولو سره د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي شوې.
دغه استنادي دېوال د ١٨٨مترو په اوږدوالي د خلکو په ۱۰ سلنې وندې سره د دوه میليونو افغانيو په لګښت په سره رود ولسوالۍ کې جوړ شوى دى.
د ننګرهار د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه دېوال په جوړېدو سره د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي شوې.
زيات کلونه کېږي چې سېلاوونه په سره رود ولسوالۍ کې د خلکو کورونه او کروندې ويجاړوي او خلکو ته زيات مالي زيانونه اړوي.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته