امنیت

په ننګرهار کې طالبانو او داعشيانو ته د سر درانده زيانونه

-کابل/ د تلې ١٨مه/باختر
شل ډار اچوونکي په ننګرهارکې په نويو بريدونو او جګړوکې ووژل شول.
دغه ډار اچوونکي چې د طالبانو او داعش په ډلو پورې تړلي بلل شوي دي؛ تېره شپه او نن سهار د ننګرهار په بېلابېلو سيموکې پرې بريدونه وشول.
ويل کېږي دغه کسان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړوکې ٢٠ ډار اچوونکي طالبان او داعشيان وژل شوي دي او د سيمې اوسېدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د را رسېدلو خبرونوله مخې: په جګړوکې له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې د ډار اچوونکو شپږ پټنځي هم ويجاړ شوي دي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهارکې د يولړ چاودنو مخه نيول شوې ده. امنيتي ځواکونو نن سهار ٦ ماينونه د ننګرهار له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف او شنډ کړل.
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوى.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته