امنیت

په ننګرهار کې قومي مشر په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ

کابل/ د کب ۱۶ مه/ باختر
د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د دغه ولایت د اوومې ناحیې وکیل ملک هاشم په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
عیني شاهدان وايي چې نن سهار په جلال آباد ښار کې د اوومې ناحیې د وکیل پر موټر ماین چاودنه کړې ده او ژوند یې له لاسه ورکړ.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي روغتون هم منلې چې د پېښې له ځای ورته د ملک هاشم مړی وروړل شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته