امنیت

په ننګرهار کې لسګونه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
په داسې حال کې چې په ننګرهار کې پوځي عمليات دوام لري، پوځيانو له وسله والو طالبانو څخه د څو کليو د پاکولو خبر ور کړى دى.
دغه عمليات يوه مياشت مخکې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د سلګونو پوځيانو په ګډون د شېرزادو او حصارک ولسواليو په ځينو سيمو کې چې په دغو وروستيو کې د وسله والو طالبانو د فعاليت ډګر و، ترسره شول او دغه راز دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په عملياتو کې د شېرزادو اوحصارک ولسواليو لسګونه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
ټاکل شوې ده دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د یادو ولسوالیو تربشپړ پاکولو پورې دوام ومومي.
کليوال خوشحاله دي او وايي چې د دوى له سيمو څخه د وسله والو طالبانو د ټغر په راټولېدو سره د دوى عادي ژوند به له سره پيل شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پنځه وسله وال طالبان په ننګرهار کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو نن سهار په نازيانو او هسکې مينې ولسواليو کې پر امنيتي پوستو د بريدونو په وخت کې له هوا او ځمکې بريدونه وشول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته