کابل / د وږي ۲۶ / باختر
د جلال آباد ښاروالۍ د ځانګړې ډلې له څېړنې وروسته په لسګونو پلورنځي له ټاکلې نرخ نامې څخه د سرغړونې په دلیل جريمه او يا وتړل شول.
دغو هټيوالو د نوي ټاکل شوې نرخنامې پرخلاف خپل توکي په لوړو بیوسره په اوسېدونکو پلورل چې زیاتره دغه پلورنځي دقصابی، د درملو او خوراکي توکو پلورنځي دي.
د جلال آباد ښاروالۍ یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل؛ په نویو څېړنو کې په لسګونو پلورنځي نغدي جریمه او یا د يوې مودې لپاره تړل شوي دي.
هغه پلورونکو ته خبرداری ورکړ که چېرې دوى بيا په لوړ بيه توکي وپلوري مجازات به شي.
\ ع