ټولنه

په ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د افغاني سرې مياشتې ټولنې او د داکار مرستندوى بنسټ په دوو جلاجلا اقداماتو کې په ننګرهار کې پر سلګونو جګړه ځپلو کورنيو خوراکي او غيرخوراکي توکي وېشل.
دغه کورنۍ له شېرزادو، حصارک او خوږياڼيو ولسواليو څخه د دوی پر سيمو د ډار اچوونکو ډلو د شتون له امله بېځايه او په ښار کې ځاى پرځاى شوې دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې نږدې ۵۰۰ جګړه ځپلو کورنيو خوراکي توکي او د کور لوازم ترلاسه کړل.
په همدې حال کې په خوږياڼيو، حصارک او شېرزادو ولسواليو کې چې د دغو کورنيو اصلي ټاټوبي دي، همدا اوس د ډاراچونې ضد عمليات دوام لري.
پوځي مقامات وايي چې هلې ځلې کوي د ډار اچوونکو په ځپلو سره په دغو سيمو کې زرګونو کورنيو ته د عادي ژوندانه زمينه برابره کړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته