امنیت

په ننګرهار کې نیول شوي ۴۰۰ موټرونه بېرته خپلو څښتنانو ته يې سپارل کېږي

کابل / د وږي ۲۸ مه / باختر
په ننګرهار کې د تېر دولت پر مهال نیول شوي ۴۰۰ موټرونه بېرته خپلو څښتنانو ته سپارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره نن په ننګرهار ښار کې د دغو موټرو د سپارلو لړۍ د ترافیکو مدیريت ټاکل شوي کمېسیون پیل کړه.
شکرالله ذاهد چې د ياد کمېسیون غړی دی وايي چې د وېش لړۍ یې پيل کړې چې د څو ورځو په موده کې به هر څښتن ته خپل موټر وسپارل شي.
د ننګرهار د ترافيکو مدير مولوي جواد شېرزاد وايي چې اسلامي امارت هڅه کوي چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او خنډونه له منځه یوسي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته