Uncategorized

په ننګرهار کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکول کېږي

جلال آباد/ د لړم ۲۶ مه/ باختر
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو لړۍ يې پيل کړې چې له مخې يې هر بزګز ته ۵۰ کیلو غنم ورکول کېږي.
دوی وايي چې د دغه ولایت بزګرانو ته د غنمو ورکوونکی تخم يې د کرنې او مالدارۍ د تحقیقاتي فارمونو په څلورو پړاونو کې تجربه کړی چې تر بشپړ ډاډ وروسته يې د ویشلو لړۍ پيل کړه.
د ننګرهار د کرنې ریاست د زراغتي خدمتونو امر عبدالوارث تاند د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ماهر احسانزي ته ویلي چې سږ کال په پلان کې لري چې ټول ننګرهار کې ۶۵۲ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم پر بزګرانو ووېشي.
تاند زیاتوي چې د غنمو تر وېشلو وړاندې يې له ټولو ولسوالیو څخه د ځايي مسوولینو په مټ تذکرې راټولې کړې او د همدې تذکرو له مخې به د ۸۸۸ افغانیو په بدل کې دغه غنم ورکول کېږي.
دی وايي چې تر اوسه يې له نږدې ۱۴ زرو بزګرانو څخه تذکرې راټولې کړې او له بزګرانويې ژمنه اخیستې چې کال ته به دغه تخم پر نورو بزګرانو هم وېشي.
بل خوا بزګران وايي چې د غنمو د وېش اندازه کمه ده او دغه راز له ټولو بزګرانو تذکرې هم نه دي راټولې شوې.
د شېرزادو او سره رود ولسوالیو بزګران وايي: د غنمو کورني تخمونه يې د حاصل پرمهال ناروغۍ پیدا کوي او هم ډېر شمېر بزګران په بازار کې د اصلاح شویو تخمونو د اخیستلو وسه نه لري چې باید د کرنې او مالدارۍ ریاست ورته بشپړه پاملرنه وکړي.
د شېرزادو اوسیدونکی ملک ګل آغا او د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکي عمرګل او عبدالاحد وايي چې د کرنې او مالدارۍ ریاست باید د بزګرانو اړتیا او اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د اصلاح شویو تخمونو په وېش کې ورسره همکاري وکړي.
دوی وايي چې کورني غنم يې بېلا بېلې ناروغۍ پيدا کوي او کوم غنم چې یاد ریاست ورکوي ځمکو ته یې بسنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اوونۍ راپدېخوا د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د اصلاح شویو غنمو د ویشلو لړۍ پيل شوې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته