امنیت

په ننګرهار کې يو تن له وسلو سره ونيول شو

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د ننګرهار پوليسو يو تن چې د جنايي جرمونو په ترسره کولو کې لاس درلود، له جنګي وسايلو سره ونيو.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه سړى په مومند درې ولسوالۍ کې د پلټنې په بهير کې ونيول شو.
هغه وويل چې له دغه سړي څخه ١٤ کيلوګرامه چرس، يو کلاشينکوف، درې تومانچې، يو دوربين، ګولۍ او شاژورونه ترلاسه شوي دي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته