ټولنه

په ننګرهار کې پر بې ځایه شویو کورنیو مرسته وېشل کېږي

کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري په مالي ملاتړ په ننګرهار کې پر بې ځایه شویو کورنیو غیر خوراکي توکي وېشل کېږي.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس مولوي مدثر همراز وايي چې په یاده مرسته کې خيمې، ترپالونه، کمپلې، د اشپزخانې لوښې او روغتیايي بستې شاملې دي چې ډېر ژر به پر بې ځایه شویو کورنیو ووېشل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته