کابل / د زمري ۵ مه / باختر
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ پر نږدې ۱۲۰۰ ښوونکو او د پوهنې ریاست کار کوونکو د استوګنې نمرې وېشل کېږي.
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وايي چې د نمرو د وېش لړۍ نن پیل شوې چې له مخې به یې د روداتو ولسوالۍ پر ۱۱۵۲ ښوونکو او د پوهنې ریاست پر کار کوونکو د استوګنې نمرې ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د ننګرهار په چپرهار، خوږیاڼو، سره رود، کوز کونړ ، بهسود، اچین او روداتو ولسوالیو کې د ښوونکو د ۹ ښار ګوټو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
وصال
4 د یوې دقیقې څخه لږ