کابل /دوري۲۶/باختر
په ننګرهار کې د یو استنادي دېوال په جوړولو سره، د کروند ګرو په سلګونو جریبه ځمکې د سېلاوونو له خطرڅخه په امن کې شوې .
دغه دېوال د شپږسوه مترو په اوږدوالي د کوټ ولسوالۍ په انارخېلو کلي کې ، هغه ځای چې هر کال سېلاوونو د کروند ګرو دغه ځمکې ویجاړولې ،جوړ شو .
د ننګرهار د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغې ادارې د دغه استنادي دېوال په جوړولوکې ۱۲ ميلیونه افغانۍ لګښت کړی دی .
هغه وویل چې د دغه استنادي دېوال په جوړولو سره د کرونګرو څلور سوه جریبه ځمکې د سېلاوونو له خطرڅخه په امن کې شوې .
پای شکریه
6 د یوې دقیقې څخه لږ