امنیت

په ننګرهار کې په چاودنو کې یوې ډاکټرې ژوند له لاسه ورکړ

جلا آباد/ د کب ۱۴ مه/ باختر
نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې دوو چاودنو کې يوه ډاکټره وژل شوې او دوه نور ملکيان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په چاودنو کې د دغه ولایت د ولایتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې یوې ډاکټرې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ملکيان ټپيان شوي دي.
د چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي راډیو ټلوېزیون د دوبلې د برخې درې کارکوونکې وژل شوې وې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته