خبرونهامنیت

په ننګرهار کې څلور تنه د وژنې په تور په بند محکوم شول

٣٨- کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
په ننګرهار کې يوې محکمې ٤ تنه د وژنې په تور له ١٠ څخه تر ٣٠ کلونوپورې د بند په سزا محکوم کړل.
په دغو کسانو تور لګول شوى دى چې په جلا جلا پېښو کې يې د ننګرهار د ٤تنواوسيدونکو په وژلو اقدام کړى دى.
محکمې نن د سندونو او شواهدو په څېړنې او د تورنو کسانو د اعترافونو په څېړنې سره هغوى له١٠ څخه تر ٣٠ کلونوپورې د بند په سزامحکوم کړل.
تورنو کسانو د محکمې پريکړه ناعادلانه وبلله او په خپلومجازاتو کې يې د تخفيف غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د استيناف محکمې يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د محکمې پريکړه وروستى پريکړه نه دى او تورن کسان کولاى شي د بيا کتنې غوښتنه وکړي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته