ټولنه

په ننګرهار کې څلور سترې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي

کابل \ د غويي ۲۰ مه \ باختر
ټاکل شوې ده په روان کال کې په ننګرهار کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ څلور سترې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د ځینو نورو مهمو پروژو کارونه به پيل شي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه څلور پروژې چې څه موده وړاندې یې کارونه پيل شوي و، د ځانګړي څار له مخې يې چارې چټکې شوې چې اوسمهال ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
په دغو پروژو کې د سراج العمارت تاریخي ودانۍ، د عبدالغفار خان کمپلیکس، د شپږمې ناحیې اړوند د پوهاند نیکبخت او بهسودو ولسوالۍ د کتابتونونو ودانۍ شاملې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼي له باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې په ننګرهار کې د ښځو لپاره د ځانګړي کتابتون د جوړېدو په اړه وویل چې د دغه کتابتون لګښت جاپان ورکوي.
خوږياني زیاته کړه: تمه شته چې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تشکیل کې هم زیاتوالی راشي، خو هیله يې وښوده چې باید په منظورېدونکي تشکیل هم اکتفا ونه شي او د ننګرهار لپاره په هغه اندازه پرسونل ورکړل شي چې اړتیا ورته لري.
هغه د اداري کمپلیکس نشتوالی، کمه بودجه، د توریزم په آمریت کې د مسلکي غړیو نه استخدام او د کارکوونکو او په تېره بیا د باختر آژانس لپاره د ترانسپورت نشتون هغه خنډونه یاد کړل چې په خبره يې که وزرات ورسره د دغو ستونزو په اواري کې مرسته وکړي، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به لا ډېر فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې دمګړۍ هم د میملې پر تاریخي بڼ سربېره، په سره رود کې د سلطانپور تاریخي چینو او شاه فیض الله آغا د مقبرې د بیارغونې چارې روانې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته