خبرونهټولنه

په ننګرهار کې کورونه او کرنیزې ځمکې د سېلاو له خطر څخه خوندي شوې

۲- کابل / د مرغومي ۱۵مه / باختر
د یو استنادي دېوال په جوړېدو سره په ننګرهار کې لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سېلاو له خطر څخه خوندي شوې.
دغه دېوال د څه دپاسه ۱۰۰ مترو په اوږدوالي په کوټ ولسوالۍ کې د سیند ترڅنګ جوړ شوی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د یاد دېوال په جوړېدو سره لسګونه کورونه او څه دپاسه زره جریبه کرنیزې ځمکې د سېلاو له خطر څخه خوندي شوې دي.
بزګرانو او د کلي اوسېدونکو د دغه استنادي دېوال د جوړېدو هرکلی وکړ.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته