کابل / د چنګاښ ۶ / باختر
د اوبولګولو د ۲ کانالونو په جوړېدوسره هیله کېږي په نورستان کې د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرشي.
دغه ۲ کانالونه ، ۲ سرچینې له لوړو غرونوڅخه اوبه د پارون ښارکرنیزوځمکوته رسوي.
په نورستان کې زیات شمېرمیرمنې کروندو کې کار کوي او نارینه د خپل کورپه کارونوکې بوخت دي او د دغو کانالونوپه جوړېدوسره د ښځينه بزګرانو د خوښۍ سبب شوی دی.
د نورستان د کرنې، اوبولګولواو مالداری رییس سید معصوم سیدي باخترآژانس ته وویل چې د دغو کانالونو په جوړېدوسره څه د پاسه ۹۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبېږي.
هغه وویل ، ټاکل شوې ده دغه کانالونه تر۶میاشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په نورستان کې ښځينه بزګران وايي د کافي اوبو په استفادې سره به د دوی کرکیلې سمون ومومي.
-ع