امنیت

په نورستان کې د اوو تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

کابل باختر د ثور شپاړلسمه
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند اووه  تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په  دغو وسله والو طالبانو  نن سهار د ډيورند کرښې ته څېرمه د نورستان ولايت  په کامديش  ولسوالۍ  کې   د پوځيانو له خوا ډزې وشوې .
د هېواد په ختيځ کې دسرحدي ځواکونو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې؛ په دې نښته کې اووه تنه يرغلګر ووژل شول .
  په يوبل خبر کي ويل شوي دي چې؛ امنيتي مامورانو نن سهار  د  نورستان ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې   ماينونه کشف او شنډ کړل
طالبان په افغانستان کې  په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې  د ماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي .
   ختم_ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته