کابل/ د زمري ۱۰مه/ باختر
په ډېرې خواشینۍ سره چې د نورستان ولایت کامدېش ولسوالۍ په مېردیش سېمه کې د سېلابونو راوتو له امله زموږ یو شمېر وطنوال شهیدان او ټپیان شوي او زیات مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
جمهوررئیس غني پر دې دردناکې پېښې د سختې خواشینۍ ترڅنګ د نورستان والي او نورو اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ژر دې زیانمنو شویو کورنیو ته لازمې مرستې ورسوي.
د هیواد جمهوررئیس زیانمنو شویو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړۍ روغتیا دعا کوي.