اقتصاد

په نورستان کې د پټاتیوحاصلات شل سلنه زیات شوي دي

کابل / د زمري ۱۳ / باختر
په نورستان کې د پټاتیوحاصلات د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.
د وړاندې شویوشمېرنوله مخې، تېرکال د نورستان له کرکیلوڅخه څه نا څه ۴۰۰۰ ټنه پټاټې ترلاسه شوي دي خو دغه شمېرپه روان کال کې ۴۶۰۰ ټنوته زیات شوي دي.
د نورستان د کرنې ریاست یومسوول باخترآژانس ته وویل چې د کرنې د کچې زیاتوالی او د کرنې د نوېولارو چارو په اړه د بزګرانو پوها وي په نورستان کې د پټاتود تولید د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.
د نورستان تولیدي پټاټې زیاتره په بومي او د افغانستان ختیځو ولایتونو په بازارونوکې پلورل کېږي.
د نورستان د کرنې مسوولین وايي چې هلې خلې کوي د کرنې د ساحو په پراخولوسره په دغه شرقي ولایت کې د پټاتو تولید زیات کړي.
د نورستان تولیدي پټاتې ښه کیفیت او مزې لري او د افغانستان په ختیځ کې زیات پیرودونکي لري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته