خبرونهاقتصاد

په نورستان کې د پټاټو ١٤ زېرمې د ګټې اخستلو په درشل کې دي

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په نورستان کې د کرنيزو محصولاتو ١٤ زېرمې جوړې شوې.
دغه زيرمې ټاکل شوې ده تر يوې بلې مياشتې پورې د کروندګرو په واک کې ورکړ شي.
د کرنې وزارت د دغو زېرمو د جوړولو په خاطر اووه سوه څلورويشت زره افغانۍ لګولي دي.
د نورستان د کرنې وزارت يومسوول باختراژانس ته وويل چې دغه زېرمې د نورستان په بېلابېلو سيموکې جوړ شوي دي.
هغه وويل کروندګرو د دغو زېرمو په استفادې سره نور مجبور نه دي چې خپل محصولات بازارونوته په کمه بيه وپلوري .
ختم – شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته