امنیت

په نورستان کې لس ډاراچوونکي ووژل شول

٥٩- کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
په نورستان کې ١٠ ډاراچوونکي له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول. دغه نښته نن له غرمې وروسته ډيورند کرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې يوه ډله يرغلګر له ډيورند کرښې څخه په تېرېدو سره د سرحدي پوځونو د سپرلۍ پر کاروان بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي مقام باخترآژانس ته وويل په دې نښته کې ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل دغه يرغلګر له پاکستان څخه راغلي او د ډيورند له کرښې څخه په تېرېدو سره د پوځيانو پر کاروان بريد وکړ.
تراوسه روښانه نه ده دغو يرغلګرو په کومې ډار اچوونکې ډلې پورې اړه لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته