ټولنه

په نورستان کې ښځو ته د کار زمينه برابره شوه

۲- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت ۵۰۰ ښځو ته د کرنې په برخه کې د کار زمينه برابره شوې ده.
دغه ښځې په هغه وسايلو سره چې د ګلخانو د جوړولو لپاره د دوى په واک کې ورکړل شوي دي، د کرکيلې له لارې زراعتي حاصلات ترلاسه کوي.
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه مېرمنې لومړى په شنو خونو کې د کرکيلي په برخه کې زده کړې کړې دي او اوس کولاى شي په کرکيلې لاس پورې کړي.
هغه وويل چې د دغه کار موخه د خوراکي توکو د خونديتوب رامنځته کول، د بېوزلو کليوالي کورنيو اقتصادي وده، د بېوزلۍ کمښت او ښځو ته د کار زمينې برابرول دي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته