ټولنه

په نيمروز کې اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر
د خوړو نړيوال سازمان د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې پر څه دپاسه ٢۵٠٠ بې وزلو کورنيو نن خوراکي توکي ووېشل.
د دلارام ولسوالۍ پرمختيايي مدير محمد فرقنيار د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د نړۍ خوړو سازمان او د «او.اچ.اې» موسسې د افغانستان اسلامي امارت د مسوولينو پر وړاندې پر څه دپاسه ۲٥٠٠ بې وزلو کورنيو اوړه، غوړي، دال او مالګه ووېشله.
فرقنيار د مرستندويو سازمانونونو د مرستو قدرداني وکړه او ويې ويل: هيله من یوو نورې مرستندویې موسسې هم د نړۍ خوړو سازمان په شان له بې ځايه شويو او زيانمنو شويو کورنيو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته