اقتصاد

په نيمروز کې بزګران غنم ترلاسه کوي

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
د نيمروز د کرنې او مالدارۍ رياست د دغه ولايت پر بزګرانو نږدې ۷۰۰ مټريک ټنه غنم وېشي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د نيمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د هندوستان دولت نږدي ۷۰۰ مټريک ټنه مرسته شوي غنم د دغه ولايت د زرنج ښار پر هغو بزګرانو چې د نباتي آفتونو له پلوه زيانمن شوي دي، وېشي.
دغه مرسته د جمهوري رياست د حکم له مخې پر زيانمنو شويو بزګرانو وېشل کېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته