امنیت

په نيمروز کې درې تنه د غلا په تړاو ونيول

۴۱- کابل / د سلواغې ۱۱ مه / باختر
د نيمروز پوليسو نن په دغه ولايت کې درې کسان د غلا په شک ونيول.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه غله د زرنج ښار د څلورمې حوزې د منسوبینو په عملياتو کې هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې يو غلا شوى موټر وپلوري.
خبرځاى زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه يو فلولډر ډوله موټر ترلاسه شوی او له هغوی څخه څېړنې دوام لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته