امنیت

په نيمروز کې د امنيتي اودفاعي ځواکونوملي ورځ ونمانځل شوه

کابل / دکب ١٠مه / باختر
د امنيتي اودفاعي ځواکونود ملاتړملي ورځ پرون په نيمروزکې ونمانځل شوه .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د نيمروز د والي، د ولايتي شورا د غړو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او خلکو په ګډون جوړه شوه د نيمروز والي زمريالى احدي د هېواد امنيتي اودفاعي ځواکونوسرتيرو او افسرانوته د دغې ملي ورځې په مناسبت مبارکي وويله اوزياته يې کړه تاسې هغه ځواکونه ياست چې د خپل هېواد او خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره سرښندنې کوئ.
د نيمروز والي له طالبانو وغوښتل چې د خبرو اترو دروازې د دوى پرمخ پرانستې دى راشئ د سولې له بهير سره يوځاى شئ او د خپل هېواد په بيا رغاونه کې ونډه واخلئ.
او جګړه بس کړئ.
په دې غونډه کې د ولايتي شورا رييس بازمحمد ناصري او يو شمېر نورو ويناوالو د پوځيانو د اتلوالى په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پاى کې د دغه ولايت يوشمېر پوځيان وستايل شول.
ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته