ټولنه

په نيمروز کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کېږي

– کابل/ د سلواغې ٦ / باختر:
د نيمروز امنيې قوماندان پرون په زرنج ښار کې په نشه يي توکو ۶۰۰ تنه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره يې د دغه ولايت زندان ته ولېږدول.
د نيمروز امنيې قوماندان حاجي سردارمحمد ايوبي وويل: د دغې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې موظفينو د يو لړعملياتو په ترڅ کې د زرنج ښار څخه ۶۰۰ روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه يې زندان ته ولېږدول.
هغه وويل: يادو کسانو ته د نشه يي توکو د پرېښودو لپاره ټولې لازمې اسانتياوې برابرې دي او په بېلابېلو برخو کې د کار زمينه هم ورته برابره شوې ده.
د نيمروز امنيې قوماندان د هېواد له ملي سوداګرو وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د زرنج ښار اوسېدونکي محمود محمدي د امنيې قوماندان دغه اقدام د قدر وړ وباله او د روږدو کسانو د دوامداره راټولولو غوښتنه يي وکړه.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته