ښوونه او روزنه

په نیمروزکې د ښونځیوڅلورنیم میاشتنۍ ازموینې پيل شوې

کابل / د مرغومي ۱۶مه /باختر
په نیمروز کې د زده کوونکو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې پرون پیل شوې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د نیمروز ولایت د پوهنې رییس مولوي یارمحمد حقیار د ازموینې بهیر وکوټ .
حقیار په دې کتنه کې وویل چې ازموینه په شفاف ډول او له کومې ستونزې پرته پیل شوې ده او ټول زده کوونکي په مناسبه فضا کې ازموینه ورکوي.
هغه د ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو وغوښتل چې زده کوونکي زده کړو او ازموینو ته و هڅوي.
د یادونې وړ ده چې د مرغومی ۱۵ نیټه په تودو سیمو ولایتونو کې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پيل ورځ وه.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته