کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
د نیمروز پولیسو دوه تنه پرون په دغه ولایت کې د وسله والې غلا په اړوند ونیول.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وویل چې پولیسو دغه کسان د زرنج ښار د څلورمې امنیتي حوزې په ساحه کې له وسلو سره د ګرځېدو په وخت کې ونیول.
خبرځای وویل چې له نیول شویو کسانو څخه یوه تومانچه او یو موټرسایکل د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
پای/ع
2 د یوې دقیقې څخه لږ