خبرونهامنیت

په نیمروز کې دېرش کیلوګرامه نشه یي توکي ترلاسه شول

کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د نیمروز پولیسو پرون په دغه ولایت کې ۳۰ کیلوګرامه ښیښه ډوله نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړل.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول ابراهیم امیني باختر آژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو ۳۰ کیلوګرامه ښیښه ډوله نشه يي توکي چې په یو مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي وو؛ د نیمروز د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړل.
امیني زیاته کړه چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو د یادو نشه یي توکو په تړاو یو سړی نیولی دی.
هغه څرګنده کړه چې نیول شوی کس نشه یي توکي د هلمند له خانشین ولسوالۍ څخه د نیمروز مرکز زرنج ښار ته لېږدول.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته