ورزش

په نیمروز کې د ابومسلم ټيم د فوټبال د غوره لیک سیالیو اتل شو

کابل / د لړم / ۵ / باختر
د نیمروز د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په نهم پړاو کې چې د دغه ولایت په لوبغالي کې پیل شوې وې پرون د اوبومسلم ټیم په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د نیمروزفدراسیون استازی وحیدالله عزیزي باخترآژانس ته وویل : دغه سیالۍ د نیمروز د فوټبال فدراسیون د پلان له مخې پیل شوې وې چې په غوره لیک کې د ابومسلم ټيم په اتلولۍ سره د هېواد د زو ن په لوبو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ.
هغه وویل چې د لوبې په پای کې د نیمروز د فوټبال فدراسیون یو شمېر غورو ورزشکارانو ته جایزې ورکړل شوې.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته