روغتیا

په نیمروز کې د موی تای لوبې ترسره کېږي

کابل / د لیندۍ ۱۴ مه / باختر
ټاکل شوې د هېواد په لوېدیځ ولایت نیمروز کې د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون د موی تای ټورنمټ ترسره شي.
د افغانستان د موی تای فدراسیون مشر مطیع الله نوري وايي ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴مه دغه لوبې پیل شي.
نوري وايي: په یاده سیالۍ کې به د ایران او پاکستان ورزشکارانو په ګډون ۹۸ تنه برخه واخلي.
د نوري د څرګندونو له مخې؛ په دغې سیالۍ کې به له ایران څخه ۸ او له پاکستانه به ۲۳ ورزشکاران ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته بهرني ورزشکاران راځي او په سیالیو کې ګډون کوي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته