ټولنه

په نیمروز کې نږدې۴۰۰ اړو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومي ۱۳مه / باختر
په نیمروز کې له ۳۹۹ اړو کورنیو سره نغدي او د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د نیمروز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ له ۳۹۹ اړو، راستنېدونکو، داخلي بېځایه شویو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي او د ژمنیو توکو مرسته وکړه.
په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ٢٠٠ امریکايي ډالره، درې کمپلې او د ماشومانو یوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شوه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته